هلمند کې دوه مظلومې مېرمنې له اوږدمهاله ظلم او تاوتریخوالي وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۹:۱۷
hlmnd-_hl_akhtlafat_.jpg

د هلمند ولایت محتسبینو په مرکز لښکرګاه ښار او باباجي ولسوالۍ کې د دوو هغو مېرمنو حقونه خوندي کړي، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو له ظلم، تاوتریخوالي او حق تلفۍ سره مخ وې.

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو د خونديتوب ته په ژمنتیا د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار شپږمې امنیتي حوزې سیمه کې د هغې مېرمنې ستونزه چې له ۲۲ کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا معلقه پرېښودل شوې وه، حقونه یې نه ورکول کېدل او د ګڼو ناخوالو سره مخ وه، حل کړې ده.
د محتسبینو په وینا د یادې مېرمنې خاوند ته د ښځو د شرعي حقونو په تړاو د بشپړ معلوماتو ورکولو په پایله کې نوموړي خپلې مېرمنې ته د هغوی په شتون کې طلاق ورکړ چې ورسره یاده مېرمن له ظلم خلاصه او له خپلو حقونو څخه برخمنه شوه.

بلخوا د باباجي ولسوالۍ محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې یوه مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د‌ خپل خاوند له فزیکي تاوتریخوالي او بد چلند سره مخ وه، ژغورلې ده او له خاوند څخه یې ژمنه اخیستې څو له دې وروسته له خپلې مېرمنې سره د اسلامي اخلاقو او اصولو سره سم چلند وکړي.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ډاډ ورکوي چې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو ساتنې، د خویندو د حقونو خوندي کولو او ناوړه دودونو مخنیوي ته ژمن دی او یاده چاره کې به له هېڅ راز هڅې په شا نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

BACK TO NEWS