په نظامي برخه کې د امربالمعروف،نهی عن المنکر اوشکایتونواورېدلو وزارت معین د کابل داستخباراتو دمرکزي ادارې له مسؤلینو او مجاهدینو سره ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۹:۰
mopvpe

یاده ناسته دمولوي رازمحمد حامد په اصلاحي او مقدماتي بيان پیل شوه ورپسې دامر بالمعروف وزارت د نظامي برخې معين مولوي عبد الرحمن منير د امر بالمعروف پراهمیت او شاليد مفصله وینا وکړه او د ناستې ګډونوالو ته يې د امر بالمعروف وزارت اواسلامي امارت د مشرتابه فرامين واورول.
ده وویل" د مشرانو اطاعت کوئ ځکه د هغوی اطاعت دالله او د الله درسول اطاعت دی".
همدا رنګه نوموړي زياته کړه چې دامر بالمعروف وزارت قوانين له ځانه نه دي وضع کړ ي بلکې دالله تعالی او دالله تعالی درسول معروفات او منهيات دي چې د امر بالمعروف نهي عن المنکر مسؤلین یې تر تاسو در رسوي.
همدا راز نوموړي پخپلو خبرو کې وویل "کشران او بې ږیري هلکان پخپلو لیکو کې مه داخلوئ؛ ځکه چې د اسلامي امارت صفونه باید له هر ډول منکر څخه پاک وي".
دغه راز ده مجاهدينو ته په خبرو کې وويل چې، "وېښتان مو باید په نبوي طریقه برابر وي، نيتونه مو صفا او اصلاح کړئ، کبر غرور ظلم او خيانت مه کوئ، دبيت مال ساتنه وکړی، په جماعت سره پنځه وخته لمونځ ادا کړئ او همدا رنګه په څلور لارو، موټرونو او واټونوباندې د شهيدانو او مشرانو عکسونه مه ځړوئ".
ښاغلي منير د ناستې په پاى کې د اميرالمٶمنين د فرمان په اساس له ټولو مسٶلينو جدي غوښتنه وکړه چې په چارو کې دي له انډيواليزم، سمت پرستۍ او ژبپالنې څخه په کلکه ډډه وکړي، چې د تخلف په صورت کې به له جدي اقدام سره مخ شي.
1443/رمضان/17

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

BACK TO NEWS