په پکتیا او نیمروز ولایتونو کې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۸:۳۴
hqwq_znan-_nymrwz.jpg

په پکتیا او نیمروز ولایتونو کې محتسبینو د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا پنځه مېرمنې له اوږد مهاله فزیکي او رواني تاوتريخوالي ژغورلي دي.

د نیمروز ولایت محتسبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې، وژغولې او له کورنیو څخه یې ژمنه واخیستل شوه څو له دې وروسته ورته کړنې ترسره نه کړي.

بلخوا د پکتیا ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې یوه مېرمن د خپل خاوند له اوږدمهاله تاوتریخوالي ژوغورلې او له خاوند څخه یې ژمنه اخیستې څو له دې وروسته له ورته کړنو لاس پر سر شي.

ورته مهال د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ ورکوي چې د خویندو د شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او له ولسونو غواړي، څو د خپلو ښځو، لوڼو او خویندو حقونه وپېژني، له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې نیک چلند غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېر کال په اوږدو کې د نزدې ۱۱ سوه او ۵۰ اجباري نکاحو او بدو کې ورکړې پېښو مخنیوی کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS