په کندز کې محتسبینو دوولس ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۳۴
az_byn_brdn_mwad_tarykh_tyr_shdh_dr_kndz.jpeg

په کندز ولایت کې د محتسبینو له لوري په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه د جوړو شویو کمېټو د دوامدارو څارنو پر مهال، په یاد ولایت کې دوولس ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي هدر کړل.

په تړاو یې محتسبین وایي، چې په بازارونو کې د څارنې پر مهال یې هغه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل، چې مسؤلینو یې په غیر شرعي توګه تاریخ تېر توکي د سیمې پر خلکو پلورل، چې دا چاره د خلکو د روغتیا او عامه سلامتۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د کمېټو د غړو له لوري تر تاریخ‌تېر توکي راټول او له منځه یوړل شول او مسؤل اشخاص د خپل سرغړونکي عمل له امله قانوني تعهد ته اړ کړای شول او ژمنه یط وکړه چې په راتلونکي کې به د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه کوي.

دغه راز ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستایي اوړ زیاتوي، چې د محتسبینو او اړوندو ادارو دا ډول کړنې د خلکو د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره مهمې دي، چې په وینا یې، که په بازارونو کې جدي څارنه وشي، نو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر توکو د پلور مخه به ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS