کونړ کې محتسبینو د مېرمنو (۲۱۸) بېلا بېلې قضیې حل کړې دې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱
hl_218_qdyh_dr_knr.jpeg

د کونړ ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په روان (۱۴۰۴) کال کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د مېرمنو د حقونو اړوند (۲۱۸) قضیې حل کړې دې.

په تړاو یې محتسبین وایي، چې د یادې شمېرې له مخې (۳۲) د غیر شرعي نکاح ګانو،۴۵ د میراث،۲۵ کورني تاوتریخوالي، ۹۹ حقوقي قضیې او پاتې ۱۷ د مېرمنو پر سر راپورته شوې قومي دښمنۍ حل شوې دې.

دغه راز محتسبین زیاتوي چې د مېرمنو د شرعي حقونو د ورکړې تر څنګ یې په دې تړاو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره سلګونه ناستې کړې چې ور سره په یاده برخه کې د شته ستونزو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS