د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام لوګر ته ولاړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۱۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د یاد ولایت ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې هېڅ څوک حق نه لري ترڅو د ناوړه دودونو په اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او زیاته یې کړه چې موږ د ښځو ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو او هر هغه څوک چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږی او حل کېږي.

ښاغلي الحنفي وویل: د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو ښکېلاګرو د خپلو موخو او لیدلورو پلي کولو په موخه پر افغانستان یرغل کړی خو هر یو یې د افغان مېړني ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوی دی. هغه همداراز له ټولو مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو وغوښتل ترڅو د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له امر بالمعروف ریاست او محتسبینو سره مرسته وکړي.

شیخ صاحب همداراز زیاته کړه؛ محمدي امت ځکه ځانګړی دی چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوي، محتسبین او دیني عالمان باید د ښه چلند او لارښوونو له لارې د منکراتو او معروفاتو په اړه ټولنې ته پوهاوی ورکړي.

ورته مهال د لوګر ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین وايي: امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده، د اسلامي امارت ټول مسؤولین د اسلام او جهاد ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي.

هغوی همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ و نه کړي.

یاده دې وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل، هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې ویې وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې په ښه چلند او ژمنتیا مخته یوسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، با عزم راسخ، برنامه‌ ریزی دقیق و اتکاء بر همکاری مردم و علمای دین، در مسیر ساختن جامعه‌ای متعادل، امن و مبتنی بر ارزش ‌های الهی در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

یک کودک چهار ساله از حبس‌ خانگی پدرش در لغمان آزاد شد

یک طفل چهار ساله در شهرمهترلام در مرکز ولایت لغمان که مدت ‌ها در خانه با زنجیر و شرایط بد نگهداری می ‌شد، با تلاش‌ های ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات این ولایت، از حبس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۳۳
Background image

کاهش مهر دختران و جلوگیری از مصارف گزاف در محافل عروسی با تلاش های محتسبین در ولایت سرپل

محتسبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سرپل، در راستای تأمین و دفاع از حقوق شرعی زنان و با اجرای برنامه ‌های دعوتی و ارشادی مؤثر، نقش برجسته‌ای در کاهش میزان مهر. . .

BACK TO NEWS