زکات د شتمنو مال ته پاکي او د ټولنې بې‌وزلو ته هوساینه بخښي

fazli_admin


زکات یوازې د مال ورکړه نه ده، بلکې د اسلام د پنځو اساسي بناوو څخه یوه مهمه ستنه او د دې مبارک دین یو ستر رکن دی. زکات د شتمنو مال ته پاکي بخښي او د ټولنې بې‌وزلو ته هوساینه راوړي.

درنو هېوادوالو! ستاسو مال یوازې ستاسو نه دی، بلکې پکې د بې‌وزلو، یتیمانو، پور ځپلو او مسافرو حق هم شته. الله تعالی فرمایي:
"وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ"
(په شتمنۍ کې د سوالګرو او بې‌وسو حق دی.)
همدا راز، اللهﷻ حکم کوي:
"وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ"
(لمانځه ته ودریږئ او زکات ورکړئ.)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر شرعي قانون له مخې، وزارت او محتسبین مکلف دي چې شتمن هېوادوال د زکات ورکړې ته وهڅوي، ترڅو دا ستر اسلامي شعار ژوندی وساتل شي.
هر هغه څوک چې مال یې د نصاب حد ته رسېدلی وي، باید د هجري کال له پوره کېدو سره سم د خپل مال ۲.۵٪ زکات ادا کړي او مستحقو خلکو ته یې ورسوي.
امر بالمعروف وزارت تاسو ته دا الهي مسؤلیت در په زړه کوي:
۱، خپل زکات پر خپل وخت ورکړئ!
۲، د اسلامي نظام دا مهم اصل پیاوړی کړئ!
۳، او د ټولنې د فقر له منځه وړلو کې برخه واخلئ!
افغان ټولنه د اسلامي احکامو تر ټولو ښه منونکې او عملي کوونکې ټولنه ده. موږ د خپل شرعي مسؤلیت له مخې تاسو ته د زکات یادونه کوو، ترڅو دا فریضه ژوندي وساتو او د ټولنې اړتیاوې پوره کړو.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۴:۴۱
Background image

اعلامیه مطبوعاتی وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات؛ در پیوند به فعالیت خیاطی ها در ولایت هرات

صفحات تاریخ کشور ما، شاهد مبارزات مردم غیور و مجاهد پرور ولایت هرات برای رهایی از جهل و تاریکی میباشد. مردم هرات همواره در راستای تامین عدالت و تنفیذ شریعت، در صف نخست عدالت طلبی، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

اطلاعیه برای شایقین علوم دینی

اطلاعیه برای شایقین علوم دینی

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۸:۴۳
Background image

پیام تسلیت

پیام تسلیت رهبری وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در رابطه به تلفات ناشی از زمین لرزه در ولایات پکتیکا وخوست

بازگشت به اطلاعیه ها