د څلور کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۴۷
paktea.jpg

 پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له ( ۴ ) کلن فزیکي او رواني تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د پټان ولسوالۍ د محتسبینو په هڅو هغه مېرمن چې د خپلې کورنۍ ( خسر) له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او د خسرګنۍ له غړو څخه یې ژمنه واخیستل شوه څو له دې وروسته ورته کړنې ترسره نه کړي او د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو پېښو څخه ډډه وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د خویندو د شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او له ولسونو غواړي چې د خپلو مېرمنو، لوڼو او خویندو حقونه وپېژني، له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې نیک چلند غوره کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د دې وزارت له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوپ په موخه د جوړ شوي قانون له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې، نیږدې (۲۵) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۳
Background image

رهایی یک دختر از قید ازدواج اجباری در ولایت بلخ

مسئولین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت بلخ در راستای تأمین حقوق شرعی زنان با بررسی یک قضیه خانوادگی، یک دختر جوان را از قید ازدواج تحمیلی که به مدت پنج سال بدون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۷
Background image

به ۸ قضیه حقوقی زنان در زمینه میراث و مهریه در چهار ولایت رسیدگی شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به هشت قضیه حقوقی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار، فاریاب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

نجات ۱۲ زن از خشونت ‌های خانوادگی در چهار ولایت کشور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، فاریاب، ارزگان و میدان وردگ، به‌ منظور تأمین عدالت و حراست از حقوق شرعی زنان، ۱۲ تن از زنان که سالیان متمادی از. . .

BACK TO NEWS