د هېواد په فاریاب او تخار ولایتونو کې شپږ مېرمنو د میراث او ولور شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۶
myrath_shsh_zn_dr_tkhar_w_faryab_dadh_shd.jpg

 د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د تخار او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغو مېرمنو ته د میراث او ولور شرعي حق وسپاره، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث او ولور اخیستلو قضیې نا حل پاتې وې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو څخه د میراث او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حققو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه زرګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث او ولور له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

جلوگیری از دو مورد نکاح اجباری در ولایت پروان و فراهم‌شدن زمینه ازدواج یک زوج جوان در ولایت غزنی

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات از دو مورد نکاح اجباری در ولسوالی‌های بگرام و سیدخیل ولایت پروان جلوگیری کرده و در رویدادی جداگانه، زمینه ازدواج شرعی یک زوج جوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۰
Background image

بازداشت یک تن به اتهام جادوگری در ولسوالی اشکمش ولایت تخار

در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و تأمین نظم و اصلاح امور اجتماعی، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، یک تن را به اتهام انجام اعمال جادوگری در. . .

BACK TO NEWS