شیخ محمد خالد (الحنفي) د نورستان ولایت مسئولینو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۴:۲

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت محترم سرپرست  شیخ محمد خالد (الحنفي) نن ورځ د نورستان ولایت علماء، شیوخو د یاد ولایت امنيه قومندان، د استخباراتو ریاست اړوند مسئولین، د لیوا مسئول، ټولو ولسوالانو او د همدې ولایت د ولسوالیو امنيه قومندانانو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

نوموړي له یادو مسئولینو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرامينو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشي او د ولس هغه تیرې قربانۍ هیري نه کړي، پرمخ یې دروازې باید خلاصې شي او ستونزو ته یې رسیدګي وشي.

یادو مسئولینو په یوه غږ ټولو و ویل چې تر دا مهاله یې په خپلو کاري سیمو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامينو تطبیق په ښه توګه ترسره کړی او اقامې د معروفاتو او ازالې د منکراتو ته په سمه توګه متوجه دی.

هغوی همدا راز اطمینان ورکړ چې په ولسي برخه کې به هم د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ولایتي ریاست محتسبینو سره هر ډول همکاري کوي او تیره شل کلنه مبارزه د همدې لپاره وه چې په ټولنه کې سمون او سالموالی رامنځته شي.

په پای کې شیخ محمد خالد (الحنفي) تولو ته سپارښتنه وکړه چې د شهیدانو ارمانونو ته ژمن پاته شي او د راغلي اسلامي نظام شکر په داسې توګه ادا کړي چې د دغه نظام د دوام او بقاء لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې وکړي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۱۶
Background image

فشرده فعالیت ‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت ‌های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۱۶
Background image

فشرده فعالیت ‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

فشرده فعالیت ‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۶
Background image

حل و فصل ۲۳ مورد منازعه و دشمنی در ۱۱ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی، حل منازعات و دشمنی ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۲۳ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

BACK TO NEWS