شیخ محمد خالد (الحنفي) د نورستان ولایت مسئولینو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۴:۲

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت محترم سرپرست  شیخ محمد خالد (الحنفي) نن ورځ د نورستان ولایت علماء، شیوخو د یاد ولایت امنيه قومندان، د استخباراتو ریاست اړوند مسئولین، د لیوا مسئول، ټولو ولسوالانو او د همدې ولایت د ولسوالیو امنيه قومندانانو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

نوموړي له یادو مسئولینو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرامينو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشي او د ولس هغه تیرې قربانۍ هیري نه کړي، پرمخ یې دروازې باید خلاصې شي او ستونزو ته یې رسیدګي وشي.

یادو مسئولینو په یوه غږ ټولو و ویل چې تر دا مهاله یې په خپلو کاري سیمو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامينو تطبیق په ښه توګه ترسره کړی او اقامې د معروفاتو او ازالې د منکراتو ته په سمه توګه متوجه دی.

هغوی همدا راز اطمینان ورکړ چې په ولسي برخه کې به هم د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ولایتي ریاست محتسبینو سره هر ډول همکاري کوي او تیره شل کلنه مبارزه د همدې لپاره وه چې په ټولنه کې سمون او سالموالی رامنځته شي.

په پای کې شیخ محمد خالد (الحنفي) تولو ته سپارښتنه وکړه چې د شهیدانو ارمانونو ته ژمن پاته شي او د راغلي اسلامي نظام شکر په داسې توګه ادا کړي چې د دغه نظام د دوام او بقاء لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

اروزګان؛ محتسبینو ۱۰ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د اروزګان ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۰ مېرمنې، چې د خاوندانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د پنځمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د پنځمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو، حجاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه 

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

BACK TO NEWS