په خوست ولایت کې د بدل په نکاح بندې نجلۍ ته د امربالمعروف ریاست له لوري ازادي ورکړل شوه

fazli_admin
Thu, Jul 03 2025 8:45 AM
khwst-_njat_znan_-pshtw.jpg

 د خوست ولایت د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د محتسبینو د ژمنتیا، پرله‌ پسې هڅو او قانوني مداخلې له برکته، د سپیرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یوه پېچلې او زړه‌ بوږنوونکې قضیه حل شوه، چې له امله یې یوه نجلۍ د ۲۷ کلونو وروسته له جبري بندیز خلاصه او خپل انساني او شرعي حق ته ورسیده.

دا قضیه هغه مهال رامنځته شوې وه، چې د نجلۍ کورنۍ شاوخوا ۲۷ کاله وړاندې مقابل لوري ته د "بدل" په نکاح ژمنه ورکړې وه، او لفظي تعهد ‌یې کړی و چې خپله لور به ورته نکاح کوي. خو یاده نجلۍ له دې نکاح سره مخالفت کړی و، او له رضایت پرته ‌یې نکاح نه منله.

نو دا چې  مقابل لوری له خپلې دعوې نه تېرېده، د نجلۍ کورنۍ هم په سختو شرایطو کې قرار درلود، نو نوموړې‌ یې د شخړې د نه پراخېدو لپاره په کور کې جبري کینولې وه، او له ټولنیز ژوند، نکاح او نورو اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوې وه.

د امربالمعروف ریاست د محتسبینو د ارزونې او هڅو وروسته، له دواړو لوریو سره د دیني، قانوني او ټولنیزو اصولو پر بنسټ ناستې ترسره شوې. په پایله کې دا پرېکړه وشوه چې مقابل لوری نور په یاده نجلۍ هېڅ حق نه لري، او د نجلۍ کورنۍ قانوناً دا صلاحیت لري چې خپله لور هر چا ته، د هغې له خوښې سره سم، په نکاح ورکړي.

یاده پرېکړه د اسلامي شریعت پر اصولو، د ښځو د رضایت پر وجوب، او د انساني کرامت پر بنسټ ترسره شوه.

د خوست د امربالمعروف ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دوی د ټولنې د اصلاح، د جبر او ظلم پر وړاندې د شرعي عدالت د تامین د نارینه  او ښځینه وو د مشروع حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي، او له ولس نه غوښتنه کوي چې د ورته قضیو په مخنيوي که له محتسبینو سره مرسته وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS