ننګرهار کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو ته ۷ ورځنی سيمينار دائر شو

org_admin
Sun, Feb 27 2022 12:17 PM
mopvpe

تیره ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دغه ولایت ټولو محتسبینو ته د دوی د ظرفیت لوړونې په خاطر یو ۷ ورځنی سيمينار دائر شو.

یاد سيمينار کې په لومړی ورځ محتسبینو ته د دعوت غوره لار، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ګټې او په دعوت کې غوره اخلاقو په اړه لارښوونه وشوه او هغه طریقې ورته واضحې شوې چې د بشریت لارښود رسول اکرم ﷺ به ترې ګټه اخیسته.

سيمينار د شیخ امیرجان ثاقب، مفتي عبدالوهاب او شیخ محمد ثواب (محمدي) له لوري پر مخ بیول کیږي چې ۷ ورځې به دوام کوي.

د یادونې وړ دی چې دا ډول سيمينارونه د راروانې یوې میاشتې لپاره په مشرقي ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې لپاره په پام کې نیول شوي چې پیل یې له ننګرهار وشو.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له تاسیس سره سم تل دغه وزارت خپلو محتسبینو ته له عامو هیوادوالو سره پر ښه چلند زیات تاکید کوي، تر څو د شریعت په پلي کولو کې د کوم مسلمان تحقير او تذلیل رامنځته نشي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS