بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
dstkyry_yk_tn_dr_badghys_bh_anham_aday_nbwt.jpeg

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا درلوده چې ګواکې هغه ته الهام او غیبي غږ شوی او په همدې اساس یې د نبوت دعوه هم کړې ده.

مسؤولین زیاتوي، چې د نوموړي روغتیایي، رواني وضعیت عادي دی او هېڅ کومه رواني ناروغي نه لري.

بل خوا د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د یاد خبر پخلی کوي او ډاډ ورکوي، چې یاد وزارت په ټولنه د خرافاتو او ټولو هغو غیر شرعي کړنو مخنیوي ته ژمن دی، چې ټولنه بې لاریيو ته سوقوي.

یاده دې وي، چې نیول شوی کس د شرعي سزا لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS