د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د ولایتي سفرونو په دوام پکتیکا ته ولاړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي، همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د پکتیکا ولایت له ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي جوړې شوې ناسته کې د اطاعت پر ارزښت وغږېد او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو پورې رسولو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له لاسته راوړنو او کړنو څخه د یادونې ترڅنګ ټینګار وکړ چې مسؤولین او دیني عالمان دې د ټولنې په اصلاح کې د محتسبینو سره همکاري او همغږي وکړي.

ښاغلي محمدي ډاډ ورکړ چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په تدریجي ډول د معروفاتو دودولو او منکراتو مخنیوي ته ژمن دی او یاده برخه کې به د هېڅ ډول هڅې درېغ نکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ښاغلي محمدي په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو او اصلاح راوستلو لپاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر شتون اړين دی.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د مشرتابه له لوري صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې شیخ محمدي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د چارو ښه ترسراوي، د نوي قانون لا ښه پلي کېدو او همغږۍ په موخه اړینې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې د نوي قانون په رڼا کې مخته یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او تفریحي پارکونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د ښوونیزو مرکزونو، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو له مسؤلینو سره د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۶
Background image

پکتیکا کې محتسبینو دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په زرغون شهر او اورګون نکه ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د هېواد په پنځو ولایتونو کې محتسبینو (۱۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر، غزني، ارزګان، زابل او ننګر ولایتونو مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د. . .

BACK TO NEWS