محتسبینو په اوو ولایتونو کې اته مېرمنې له غیرشرعي نکاحګانو څخه وژغورلې
د میدان وردګ، کنړ، سرپل، نورستان، ننګرهار، بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اته مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغو له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.
یاد مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره یوه میاشت کې د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه بېلابېلي قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې د کورني ظلم، غیر شرعي نکاح، کورني بند، میراث، نفقې او ورته قضیې شاملې دي.
