ننګرهار ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب څوارلس کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۲۸
hl_14_akhtlaf_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په نورګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې پر سر راپورته شوې څوارلس کلنه دښمني حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې او له هغې سره د ناوړه چلند کولو له امله را منځته شوې وه او د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره دلوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب څوارلس کلنه دښمني حل کړه

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په نورګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۲۳
Background image

نورستان کې د محتسبینو په هڅو درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

د نورستان  ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو له لوري ور سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۱۸
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو هغه مېرمن له کورني ظلم څخه وژغورله، چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د خپل پلار په. . .

BACK TO NEWS