تخار؛ محتسبینو کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۲
whatsapp_image_2026

 د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې کولې؛ له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره نیولی دی.

 محتسبین یې په تړاو وایي: د ځایي خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر د کوډو او جادو له وسایلو سره نیولی، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او د کوډو او جادو ناروا کړنې یې کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېښو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

تخار؛ محتسبینو کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۴ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق ورکړل

 محتسبینو په تخار، فاریاب، بلخ، کندز، جوزجان، غور او ننګرهار ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده‌ییز فرمان له مخې هغو ۲۴ مېرمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

کابل؛ محتسبینو دوه کوډګر د کوډو او جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي دي

 محتسبینو په پلازمېنه کابل پنځمه امنیتي حوزه کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

BACK TO NEWS