خوست کې یوه نجلۍ د محتسبینو په هڅو له ناخوښه نکاح څخه وژغورل شوه
د خوست ولایت محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په تڼیو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنا غیرت له امله یې یې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکړي وژغورله.
محتسبینو یې په تړاو وویل: یاده مېرمن چې پلار او وروڼو یې غوښتل د ناوړه دود له مخې یې د هغې له خوښې پرته یو کس ته په نکاح کړي، چې د محتسبینو له لوري پر دې قضیه له خبرېدو وروسته یې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دې ناوړه عمل مخه ونیوله او نوموړې نجلۍ یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه کړه.
د امربالمعروف وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان د مېرمنو د حقونو د تأمین هڅې کوي او په دې برخه کې به چاته اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي او خپلو شرعي حقونو یې بې برخې کړي.
