د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۴
awwny_khbrwnh_12_aly_18_srtan.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي شمالي ولایتونو ته سفر:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پرمهال د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنگان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل ولایتونو له دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو سره، د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ناوړه دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۷) د کورني تاوتریخوالي، (۱۳) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۸) د ولور، (۷) د نفقې ورکړې، (۱۱) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۵) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۱)  لویې دښمنۍ او (۴۴) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په پروان، بلخ، سمنګان او کابل ولایتونو کې (۸) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۷۳) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS