د زابل د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او زده‌کړیالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
ryys_amrbalmrwf_zabl_ba_msywlyn_pwhntwn_nshst_krd.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمدابراهیم جاوید د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له استادانو مسؤلینو او د زده‌کړیالانو سره د ګډې همکارۍ، عامه ذهنیت د سمون او د وزارت له لوري د شوو سپارښتو د اورولو په موخه ناسته وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې د ناستې ګډون والو ته د علم پر ارزښت، اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ښو اخلاقو، د استادانو درناوي، د وخت د سم مدیریت او د ټولنې د اصلاح په اړه مهمې خبرې وکړې.

هغه پخپلو خبرو کې زده‌کړیالان د هېواد راتلونکي علمي او مسلکي کادرونه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د علم تر څنګ باید د اسلامي اخلاقو، ټولنیز مسئولیت او د خلکو د خدمت روحیه هم پیاوړې شي او زیاته یې کړه، چې زده‌کړیالان باید له خپل علم او استعداد څخه د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او د ټولنې د اصلاح په برخه کې اغېزمنه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS