محتسبینو په بلخ ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۴
whatsapp_image_2026-10-27_at_3.06.54_pm.jpeg

محتسبینو په بلخ ولایت کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی دی.

مسؤولین وایي، چې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر له سحري کتابونو او د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په بلخ ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

محتسبینو په بلخ ولایت کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

کندهار کې ۱۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

د کندهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۳۲ بېلا بېلې قضیې حل کړې دې، چې په دې قضیو کې ۳۳ د اجباري نکاح ګانو، ۵۳ د میراث او پاتې. . .

BACK TO NEWS