په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
whatsapp_image_2026-10-27_at_3.06.56_pm.jpeg

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور شرعي حقوق وسپارل، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو  څخه د خپلو شرعي حقونو قضیې نا حل پاتې وې.

مسؤلین وایي:یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، نفقې او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق تر لاسه کړل.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په بلخ ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

محتسبینو په بلخ ولایت کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

کندهار کې ۱۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

د کندهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۳۲ بېلا بېلې قضیې حل کړې دې، چې په دې قضیو کې ۳۳ د اجباري نکاح ګانو، ۵۳ د میراث او پاتې. . .

BACK TO NEWS