محتسبینو په زابل کې درې مېرمنې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې
محتسبینو په زابل کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د کورنیو له لوري د خپلې خوښې نکاح او نفقې له شرعي حقونو څخه بې برخې وې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.
مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي او د نفقې ورکړې شرعي حقوق ترې اخیستل شوي و د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره یوه اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند لسګونه بېلابېلي قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې د کورني ظلم، غیر شرعي نکاحګانو، کورني بند، میراث، نفقې او ورته قضیې شاملې دي.
