محتسبینو په نورستان، زابل او دایکندي ولایتونو کې پنځه اوږد مهاله دښمنۍ حل کړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۳
hl_akhtlafat_dr_pnj_wlayt.jpeg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په نورستان، زابل او دایکندي ولایتونو کې  د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ راپورته شوې دښمنۍ چې د زیاتو ناخوالو او ستونزو لامل شوې وې حل او د کورنیو ترمنځ  یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمنۍ، چې د یادو کورنیو تر منځ چې زیات وخت یې دوام وکړ او د دوامداره شخړو لامل شوې وې، د یادو ولایتونو محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړې.

د روغې جوړې په پار جوړو شوېو ولسي ناستو ته محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ هم دوولس لویې دښمنۍ او (۳۲) وړې شخړې حل او پر دوستۍ بدلې کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS