محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۲ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۱
whatsapp_image_2026-10-29_at_1.35.27_pm.jpeg

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په غور، تخار، غزني، زابل او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۲۲هغو مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور شرعي حقوق وسپارل، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو  څخه د خپلو شرعي حقونو قضیې نا حل پاتې وې.

 مسؤلین وایي:یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، نفقې او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق تر لاسه کړل.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کندهار، تخار، میدان وردګ، روزګان او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۲۳ مېرمنې، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۱
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۲ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په غور، تخار، غزني، زابل او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۲. . .

BACK TO NEWS