محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
whatsapp_image_2026-10-31_at_3.34.07_pm.jpeg

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت د قانون پلي کول، ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل،  چې د قانون په پلي کولو او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او د هغو بدو پېښو مخ ونیسي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي او د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۳۲
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کندهار، تخار، میدان وردګ، روزګان او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۲۳ مېرمنې، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۲۱
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې۲۲ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په غور، تخار، غزني، زابل او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۲. . .

BACK TO NEWS