په کندز او غزني ولایتونو کې د جبري نکاح او کورني تاوتریخوالي مخنيوی وشو

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۸:۲۶
knr_-_jbry_nkah.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کندز او غزني ولایتونو محتسبینو په دوو بېلابېلو اقداماتو کې د جبري نکاح او اته کلن کورني تاوتریخوالي مخنیوی کړی دی.

د کندز ولایت محتسبینو په وینا د یاد ولایت مرکز اړوند ټانګ سوخته سیمه کې یې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې یوه نجلۍ د خپل پلار لخوا د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکول کېده او له خپلو حقونو برخمنه کړې ده.

بلخوا د غزني ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري خپل شرعي حقونه نه ورکول کېدل او د اتو کلونو راهیسې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ وه، ژغورلې ده او له خاوند څخه یې ژمنه اخيستې، څو په راتلونکي کې له ورته کړنو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو له دې وړاندې هم د څه باندې اووه زره اجباري نکاح او په بدو کې ورکړې پېښو مخه نیولې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

BACK TO NEWS