د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال: اړتیا ده چې هر مسلمان د پیغمبرﷺ سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۴۰

پورته څرګندونې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستیال شیخ (محمد فقیر محمدي) د ټولګټو وزارت له لوري د نبي کریم ﷺ د مبارک میلاد په پار په جوړه شوې ناسته کې ګډون والو ته وکړې.

په دې پار جوړه شوې ناسته کې چې د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکبیر، د دعوت او ارشاد ریاست عمومي رئیس مولوي شریف الله حقاني او د دې وزارت ګڼو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود، شیخ محمد فقیر محمدي د حضرت محمد ﷺ د شخصیت پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او ویې ويل: د پیغمبرﷺ د سیرت لوستلو سربېره د ورته غونډو جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې هر مسلمان د اسلام د وروستي پیغمبر حضرت محمد ﷺ سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي.

د نوموړي په وینا، مهمه دا ده چې په داسې ناستو کې د رسول الله ﷺ کړه وړه، ټولنیز چلند او اخلاق ذکر شي او پر موږ لازمه ده چې موږ یې په پوره توګه پیروي وکړو.

ښاغلي محمدي وویل: د اسلام مقدس دین رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین په ډېرو سختیو او تکالیفو تر موږ او تاسې پورې را رسولی دی، چې اوس یې ساتنه او پر ځان عملي کول زموږ او ستاسې ګډ مسؤولیت دی.

ورته مهال د ناستې ګډون والو هم پر ټاکل شوې موضوع خبرې وکړې او ناسته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مسلکي مرستیال په دعایې سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS