زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه
د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار کې د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښې نکاح مخنیوی وکړ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د بې معنی غیرت او ناوړه دودونو له مخې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي.
د یاد ریاست محتسبینو په دې تړاو وویل، د دې غیر شرعي قضیې مخه یې هغه وخت ونیوله، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو د ناوړه دودونو له مخې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکوله.
محتسبین زیاتوي؛ هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړي.
ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو په ورته اقدام کې د مرکز قلات په ګډون په خاک افغان، شملزو او نوبهار ولسوالیو کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.
