د کابل ښاري ریاست محتسبینو د پنځمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۴
whatsapp_image_2026

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د پنځمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو، حجاب، ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه.

محتسبینو په دې ناسته کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو او ګذر وکیلانو وغوښتل، څو په ټولنه کې د حجاب د رعایتولو او د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

د ناستې ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو، حجاب رعایتولو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د ټولنې د سمون په موخه د یاد وزارت له لوري د شوو سپارښتنولو د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

اروزګان؛ محتسبینو ۱۰ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د اروزګان ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۰ مېرمنې، چې د خاوندانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د پنځمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د پنځمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو، حجاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه 

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

BACK TO NEWS