د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي دپلازمېنې کابل زرګرانو اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴۰
mopvpe

شنبه، شعبان المعظم۱۰، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د پلازمېنې کابل د زرګرانو اتحادیې او د دې برخې د کارخانو له مسؤلینو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې مخامخ لیدنه کې د زرګرانو د اتحادیې رئیس حاجي سید کریم د اتحادیې د غړو په استاز ولۍ د رهبري مقام څخه د وخت له ورکولو مننه وکړه او زیاته  یې کړه: موږ په دې برخه کې له کلونو را هیسې مشکلات لرو د تېر دولت مسؤلینو د دې مشکلاتو په ایجادولو کې لوی لاس درلود اوس موږ د دې مشکلاتو د حل په موخه تاسو ته راغلي یو څو زموږ شکایتونه حل او یا د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوئ

په دې تړاو د یادې اتحادیې بل غړي حاجي اسد الله پخپلو خبرو کې و ویل، که موږ غواړو چې د هیواد اقتصاد پر پښو ودورو او معیاري سره زر هیواد ته راشي نو په دې برخه کې د قاچاق مخه باید ونیول شي او ویې ویل،له بهر هیوادونو څخه د تجارانو د راوړونکو سره زرو له پاره مسؤلین باید د معاینې ځانګړی هیئت وټاکي څو معیاري اجناس هیواد ته را داخل شي.

دغه راز د زرګرانو د کارخانې رئیس پخپلو خبرو کې و ویل، موږ د امربالمعروفوزارت له مسړلینو غواړو چې دې برخې ته پخپله او یا د نورو اړوندو ارګانونو له لوري مسلکي هیئت وټاکل شي ځو په دې برخه کېد شته ستونزو مخه ونیول شي او له هغوی یې وغوښتل چې د دې برخې پر مسؤلینو غږ وکړي چې جنس پر جنس باید تبادله نه شي چې د ا کار له اسلامي احکامو سره په ټکر کې دی.

mopvpe

د ناستې په پای کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت سر پرست وزیر هغوی ته د ښه راغلاست تر د هغوی د غوښتنو په ځواب کې و ويل،کسب کار د الله جل جلاله ملګری دی  زموږ ولس دردېدلی دی او پر  موږ حق لري چې په هره برخه کې ریښتونی خدمت ورته وړاندې کړو تاسې د خپلو کارونو د تر سره کولو پر مهال الهي وېره په زړه کې ولرئ حو مو کارونه له الهي احکامو سره سم وي او هیواد ته مو ګټه رسېدلې وي.

خالد الحنفي همدا راز د هغوی د غوښتنو په ځواب کې و ویل، تاسو پر خپلو کارونو ښه بلد یاست، تاسو په دې برخه کې د شته ستونزو د مخنیوي په موخه اصول وټاکئ موږ یې په پلي کولو او تر مسؤلو چارواکو په رسولو کې هر ډول مرستې ته ژمن یو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS