د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د غزني ولایت له ځایي مسؤولینو او علماوو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۲۶

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، د معروفاتو اقامې او منکراتو له منځه وړلو، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، دیني عالمانو، خطیبانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون بشپړ شرعي قانون دی او د قرآن کریم، احادیثو او حنفي فقهې څخه را اخیستل شوی دی او زیاته یې کړه چې ټول مسؤولین، دیني عالمان او قومي مشران دې سره یو شي او د دښمن فکري یرغل او تبلیغاتو پر وړاندې دې مبارزې وکړي.

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو ستونزو اورېدلو او هغوی ته پر وخت رسېدنې لپاره (۱۹۱) وړیا شمېره په چوپړ کې ده او ټول امارتي مسؤولین شرعي مکلفیت لري ترڅو د ولس ستونزې واوري او خدمت یې وکړي.

همداراز ښاغلي الحنفي صاحب له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو د‌ ټولنې سمون، مثبت فکري بدلون، د منکراتو مخنیوي او د معروفاتو په دودولو کې برخه واخلي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون څخه د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ په ټولنه کې د اصلاح راوستلو لپاره د یاد قانون پلي کېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون او د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د ټولو صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي وزیر صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او ترې ویې وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون بشپړ پلي کولو ته ژمن پاتې شي او په رڼا کې یې خپلې چارې مخته یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

BACK TO NEWS