د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام سرپل ته ولاړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۷

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د دغه ولایت ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل، چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده؛ نړیوال دې د بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.

ښاغلي الحنفي وویل: د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون جامع او شرعي قانون دی ټول مواد یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې په اساس راټول شوي دي او زیاته یې کړه چې د ټولنې بری او سعادت د اسلامي احکامو پلي کولو او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کولو کې دي.

نوموړي همداراز له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل ترڅو د‌ معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي کې برخه واخلي او د محتسبینو سره همکاري وکړي او ویې ویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت دنده لري ترڅو ټول الهي احکام په بشپړه توګه پلي کړي.

ورته مهال د سرپل ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف، نهې‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ و نه کړي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل، هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې و یې غوښتل چې په ټولنه کې تقوا خپره کړئ او خپلې چارې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې مخته یوسئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS