د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د بدخشان ځایي مسؤولینو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۱۶:۴۲

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب بدخشان ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو په موخه د یاد ولایت له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

شیخ محمد خالد الحنفي صاحب جوړې شوې غونډې ته وویل: د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت لپاره د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ځانګړی قانون او تګلاره جوړه شوې، چې ټول مسؤولین به د‌ هغې په رڼا کې خپلې چارې مخ ته وړي.

هغه وویل، چې امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو او د‌ هغې بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دی او هېڅ چا ته به اجازه ورنکړل شي ترڅو د دغه دودونو په ګټې اخيستنې د چا حق ورڅخه واخلي.

همداراز هغه وویل، چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کول د ټولو مسؤولیت دی او ټول باید په دې چاره کې برخه واخلي.

ورته مهال سیمه‌ ییزو مسؤولینو د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښاغلي حنفي صاحب په ورتګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د‌ نوموړي په ورتګ به یاد ولایت کې خورا مثبت بدلونونه راشي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي وزیر صاحب د دغه سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو سره جلا ناسته وکړه، هغوی ته یې د خپلو فعالیتونو په اړه لازمې لار ښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

BACK TO NEWS