د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت سره ناسته ترسره کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۱۳

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اسلامي قوانینو د ټينګښت، اقتصادي پياوړتيا، نشه یې موادو پر وړاندې مبارزې، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، د ښځو د اسلامي حقونو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره اړيکو ته په اشارې وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي هېوادونو سره په دیني، فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د اسلامي مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

دغه راز ښاغلي حنفي صاحب د ښځو د حقونو په تړاو وویل: اسلامي امارت د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دی او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي. همدا راز یې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: مونږ په تېرو درېیو کلونو کې د زرګونو مېرمنو میراث آخیستی او ورته مو تسلیم کړی دی او دغه راز مو د ښځو په بدو کې د ورکولو ناوړه دود چې ښځې به په بدو کې ورکول کېدې په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، ښاغلي طارق علي بخيت او د هیئت نورو غړو د اسلامي نړۍ د علماوو هیئت ‏د ښه کوربتوب له کبله د اسلامي امارت او په ځانکړې توګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د اسلامي همکاريو سازمان له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل باور لري او په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي بخیت زیاته کړه، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هڅې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې د ستایلو وړ دي.

نوموړي په افغانستان کې دیني مدارسو ته د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت پاملرنه د ستایلو وړ وبلله.

د هیئت غړو زیاته کړه، چې په راتګ سره یې ټولې هغه اندېښنې له منځه ولاړې چې د ښځو د حقونو په تړاو یې درلودې، چې ګنې اسلامي امارت د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او همدارنګه د رسنیو له لوري د ښځو د حقونو په تړاو نشرېدونکې ډنډورې یې ناسمې او بې بنسټه وبللې.

په پای کې راغلي هیئت ژمنه وکړه چې نړۍ ته به د اسلامي امارت خصوصا د امربالمعروف وزارت رښتینی انځور وړاندې کوي او ټول هغه منفي تبلیغات به ردوي چې نړۍ یې د اسلامي امارت پر وړاندې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

په پکتیا کې محتسبینو دوو غیرشرعي نکاح‌ګانو مخنیوی وکړ

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا ولایت محتسبینو دوه  مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

اروزګان کې محتسبینو څلور مېرمنې له ظلم څخه وژغورلې

د اروزګان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو په مرکز ترینکوټ او چهارچینو ولسوالي کې څلور مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري له ناوړه چلند او سخت کورني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۰
Background image

کابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورل شوه

د کابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په میربچه کوټ. . .

BACK TO NEWS