د ګودام سنګي په جامع جومات کې د محتسبینو لخوا غونډه تر سره شوه.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۹:۵۱
popve

د ننګر هار ولایت مرکز جلال آباد ښار د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست د څلورمې حوزې محتسبینو لخوا د ګودام سنګي په جامع مسجد کې ناسته تر سره شوه.

چې په یاده ناسته کې پر محتسبینو سربېره مسجد ته نږدې هټۍ والو او د اسلامي امارت مسؤلینو ګډون درلود.

چې یادې ناستې ته د امر بالمعروف د لایحې د سپارښتنو تر څنګ دیاد ریاست یو محتسب مولو ي عبدالهدا پخپلو خبرو کې وویل:

هغه دولتونه کامیاب او بریالي دې چې د ولس او دولت ترمنځ یې رابطه دوامداره وي چې ولسونه د دولت وي او دولت د ولس چې په خبره یې اوس ستاسو او دولت ترمنځ موانع او خنډونه موجود نه دي تاسي اوس په ازادانه ډول کولی شئ چې خپل غږ مو تر مسؤلو چارواکو ورسوئ او د خپل حق غوښتنه وکړئ .

همدا راز نوموړي له خلکو وغوښتل چې د اسلامي امارت ملاتړ او مرسته وکړي چې تر څو یې ستونزو ته پر وخت رسیدګي کړې وې چې تر څو په سیمه او ټولنه کې د جرایمو کچه کمه وي ، چې خلکو ورته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ، او یاده ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS