شیخ محمد خالد الحنفي؛ طب د تجارت وسیله نه؛ بلکه یو عبادت دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۹:۵۸
mopvpe

د عامې روغتیا وزارت له لورې د کب لسمه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې "طب د اسلام له انده" تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو.

یاد کنفرانس کې د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي سربېره د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد، د عامې روغتیا د دعوت ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم، د عامې روغتیا ولایتي رئسانو، د طبي ټولنو مسؤلینو او ګڼو روغتیایي پرسونلو هم ګډون کړی و.

د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وویل: خوښ یو چې د ټولنې له داسې قشر سره مخ یو چې د دې درد ځپلې خاورې د معیوب او ناروغ اسره دی. او په خبره یي چې؛ مومن ته لازمه ده څو له ایمان راوړلو وروسته خپل ټول فردي او اجتماعي افعال د ایمان په چوکاټ کې ترسره کړي.

mopvpe

شیخ محمد خالد الحنفي په اسلام کې د طب ونډې ته په اشارې سره وویل چې اسلام د صحت دین دی، نبي کریم ص فرمایي کوم لوښي کې چې سپی جوټه وکړي لومړی یي اوه ځله ومینځی او بیا یي په خاورو ومښئ څو پاک شي. او زیاته یي کړه چې د رسول ص اکثریت احادیث اوس د څېړنو لاندې دي چې بې شمېره طبي ګټې ورڅخه تر لاسه شوې دي

ښاغلي حنفي په ټولنه کې د طبابت اغېز ته په اشارې سره وویل چې د ټولنې اصلاح او فساد د درېو قشرونو په لاس کې ده چې هغوی (علماء کرام، طبیبان او حاکمان الوقت) دي.

نوموړي ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل چې په خپله دې مقدسه دنده کې دې خپل نیتونه صفا کړي، څو د الهي رحمت څخه برخمن شي؛ ځکه طب د تجارت وسیله نه؛ بلکه د عبادت یو غوره ډول دی. او هم یي هغوی ته وویل چې د درملو کیفیت مه ټیتوئ یا ټیټ کیفیته درمل ناروغانو ته مه ورکوئ، ځکه دوکه کونکی د نبي کریم صل الله علیه وسلم له ډلې څخه نه دی.

ښاغلي حنفي په وروستیو کې ډاکټرانو ته د سپارښتنې په ډول وویل چې د الله ج رضا تر لاسه کړئ، کله چې معاینه خانې، روغتون، درملتون... کې ناست یاست اذان مو تر غوږ شي ستاتیسکوپ کېږدئ او د جماعت لور ته روان شئ او په خبره یي چې لله الحمد زموږ اکثره ډاکتران صالحان دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

BACK TO NEWS