شیخ محمد خالد (الحنفي) افغانستان کې د جاپان سفیر سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۸:۳۹
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نن سه شنبه په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویا تانیموتو سره ولیدل.

شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی هغه ته ښه راغلاست و ویل او ورته زیاته یې کړه چې افغانستان او جاپان له ډير پخوا ښې اړیکې لري، اوس هم د ښو اړیکو هیله لرو.

ښاغلي تاکویا و ویل زمونږ د سفارت بیرته خلاصون د افغانستان سره تعهد ښودل دي، مونږ خپلې هلې ځلې دوامداره ساتو، د افغانستان امنیت د ټولې ځاېې لپاره مهم دی، مونږ غواړو اړیکې له سره ورغوو.

هغه زیاته کړه تاسو له وړاندې ویلي و، چې زمونږ مسئولیت د معاشرې اصلاح، د خلکو اخلاقي جوړښت، د مخدره موادو مخنیوی دی، خو د شکایتونو اوریدلو بخش زما لپاره ډير جالب دی او دا ډیره ښه ده.

سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نوموړي ته په وضاحت کې و ویل ستاسو او زمونږ هیوادونه متاثر شوي دي، تاسو خپل هیواد ته ژمنتیا کې یوه نمونه یاست، مونږ هم همداسې اراده لرو به دغه برخه کې ستاسو همکاري ته اړتیا لرو، د یو هیواد ترقي ښې حکومتولي، ملت ته ژمنتیا او نړۍ سره تعامل پورې تړلي دي، چې مونږ دغو ټولو برخو کې ښه اراده لرو.

زمونږ د وزارت بنسټ د ټولنې د اصلاح لپاره ایښودل شوی، د سمع شکایات برخه مو د ولس لپاره ښه اسانتیا لري، د دې لپاره مو انلاين نمبرونه او نور سهولیات برابر کړي دي، غواړو ټولو خلکو ته یو ډول حقوق ورکړو او هر ډول تبعیض ختم کړو.

ښاغلي تاکویا تانیموتو و ویل په ۱۹۸۰ کې زمونږ هیواد کې نړۍ سره د تعامل لپاره دوه نظریې وې، خو په تعامل سره مو وکولی شول چې هیواد مترقي کړو، چې شیخ صاحب ورته و ویل: دلته دوه نظریې نه بلکې د ټولو یو نظر دی او ټول غواړي نړۍ سره ښې اړیکې ولرو، تعامل کوو خو اما د دین او اسلامي ارزښتونو په سر معامله نشو کولی بلکې دین راته تر هر څه اولویت لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

فراه کې محتسبینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۱
Background image

د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۲۳
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د کابل چهاردهي سيمې قومي مشرانو سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحديث محمد خالد الحنفي د یاد وزارت د ناستو په تالار کې د کابل ولایت اړوند چهاردهي سیمې یو شمېر قومي مشرانو، جهادي. . .

BACK TO NEWS