شیخ محمد خالد (الحنفي) د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولاسن خپل ملاقات ته ومانه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۹:۲۵
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن او افغانستان کې د یادې اتحادیې شازداپیر سره لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی هغوی ته ښه راغلاست و ویل او ورته واضحه یې کړه چې امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د نظام او د ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی.

نیکولسن هم د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو وزارت یو مهم وزارت وبللو او و یې ویل چې ښه به دا وي چې په دې اړه یې د رسنیو پر ځای له تاسو واورو چې شیخ خالد ورته و ویل: انسان تر هر څه لوړ ارزښت لري او اسلام کې اصل دا دی چې د هیچا حقوق باید تلف نشي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر معنا دا چې حکومتداري کې فساد ختم او ټولنه کې اصلاح رامنځته شي.

حنفي صاحب په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې زمونږ یوه مهمه برخه او دنده هغه دا ده چې د خلکو هغه شکایات اوریدل چې د امارتي کسانو له لوري یې حقوق تلف شوي وي او هغوی ته خپل حق سپارل دي.

شیخ محمد خالد (الحنفي) د هغه تازه فرمان په اړه چې د حجاب اړوند دی هم ورته واضحه کړه چې نوره نړۍ کې بې حجابي اجباري ګرزیدلې افغانستان یو اسلامي هیواد دی، حجاب د اسلام یو حکم دی مونږ هم د حجاب حکم صادر کړی،هر څه پکې واضح دي چې د نیکولسن له لوري هم تایید شوه او حجاب د اسلام د یو حکم په توګه د افغانانو خپل حق یې وګاڼه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS