شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل سره ولیدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۲۹
mopvpe

نن یکشنبه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

مارکس پوتزل لومړی د ملاقات د وخت ورکولو مننه وکړه او بیا یې زیاته کړه چې موسساتو کې د ښځينه و د کار زمینه برابره شي تر څو وکولی شو د هغو افغان وګړو ژوند وژغورل شي چې له خطر سره مخ دي او اوسنی وضعیت د مرستندویه ټولنو لپاره د اندیښنې وړ دی.

شیخ محمد خالد (الحنفي) یې په ځواب کې و ویل چې د هر چا فرهنګ او کلتور باید په نظر کې ونیول شي، تیر نظام چې ټولې نړۍ په رسمیت هم پیژندلو خو نه یې نړۍ، نه ملت او نه هیواد سره ژمنتیا وه، اوس مثبت اړخونه ډير دي د ماحول په جوړیدو سره به هر څه سم شي.

هغوی سره راغلي هیئت کې د بشري مرستو د برخې مسئول فران ایکویزا و ویل چې که د ښځو د کار د اجازې په اړه هڅه وشي تر څو مونږ وکولی شو خلکو سره مرستې وکړو چې سرپرست وزیر ورته و ویل په دې اړه هڅه کوو تر څو یو چارچوب له شریعت سره سم ورته جوړ شي، د انسان ژوند ژغورل تر هر څه ډیر اولویت لري او مونږ په همدې لټه کې یو تر څو خلکو ته مرستې ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS