شیخ محمد خالد (الحنفي):

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۳۹

له رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده او د اوسني اسلامي  نظام حمایت وشي

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) بدخشان  ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوه ستره ولسي غونډه کې چې د یاد ولایت والي، امنيه قومندان، د استخباراتو رئیس، ولایتي مسئولینو، علماوو،قومي  مخورو او عامو مجاهدینو شتون درلود د ګډون پر مهال وویل: له دغه رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده وشي، د انګریزانو له ماتې راوروسته بیا تر اوسه داسې فرصت افغانانو ته په لاس نه دی ورغلی نو باید هڅه وکړو دا فرصت له لاس ورنه کړو او هغه ځوانان چې عصري زده کړې لري، هغوی استخدام شوي او حتما به استخدامیږي، تر څو د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي و ویل: راځئ په ګډه  سره د هغه ارمان لپاره کار وکړو چې کوم څه لپاره مو قرباني ورکړې، د ټولنې جوړښت او سمون ته متوجه شو، د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ترسره کړو.

شیخ محمد خالد الحنفي په علماو غږ وکړ او و یې ویل د علماوو مسؤلیت د ممبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ده  او پيغمبري وراثت مو همدا ايجابوي، اوس هغه وخت نه دی چې د حق په ویلو تهدیدیږئ بلکې اوس به تقدیریږئ، د حق رسولو لپاره خپلې هڅې مه سپموئ.

هغه همدا راز پر محتسبینو غږ وکړ؛ ستاسو کړنې نړي څاري نو په همدې اساس پخپلو نېکو کړنو ولس او نړۍ  ته د اسلامي نظام ریښتونی تصویر وړاندې کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلامي نظام او امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

سرپرست وزیر په پای کې د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې خپلې مشورې او رغنیز  انتقادونه مو له مونږ سره شریک کړئ چې په وینا یې( معاويه رضی الله عنه عایشې رضی الله عنها ته خط لیږي چې نصیحت راته وکړه) مونږ خو حتماً د نصیحت ضرورت لرو او که چیرې مو داسې احساس کړه چې د کوم مسئول له لوري ستاسو حق تلفي کیږي کولی شئ چې د شکایتونو اورېدلو برخې  ته مراجعه وکړئ، ستاسو د حق تلفي اعاده به ضرور کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۶:۲۲
Background image

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د کابل ولایت مقام له لوري د کابل ولسونو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د کابل ولایت مقام په همغږۍ له دیني عالمانو، قومي مخورو، ګذر وکیلانو، سوداګرو، رسنیو مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو سره (د معروفاتو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په دایچوپان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

فراه کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکی توکي له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په همغږۍ په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر. . .

BACK TO NEWS