محتسبينو ته ځانګړى يونيفورم ووېشل شو.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۰:۸
mopvpe

د امربالمعروف، نهى عن المنکر او شکايتونو اوريدو وزارت له لوري په ټول هيواد کې د محتسبينو لپاره ځانګړى يونيفورم انتخاب شو.
دغه يونيفورم چې سپين رنګ لري او محتسبين به يې عموماً د دعوت په موخه د وتلو په وخت استفاده کوي، څو د محتسبينو او نورو مسٶلينو ترمنځ توپير وشي.
دغه يونيفورم د ياد وزارت له وړانديز او د امير المٶمنين له تاييد وروسته د محتسبينو لپاره وضع شو او هغوى اړ دي چې د دعوت په وخت کې ترې استفاده وکړي.
دغه يونيفورم د لومړي ځل لپاره د کابل ښار يوويشتمې حوزې محتسبينو ته وويشل شو او ترې استفاده وشوه.
هېره دي نه وي چې په نږدې راتلونکې کې به ټول هيواد کې محتسبينو ته ياد يونيفور توزيع شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS