محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۵
dr_bghlan_bray_jlwgyry_az_rwaj_napsnd_jlsh_shd.jpeg

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګراو خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په یادو ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی و له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

دغه راز ګډون والو په دې بېلا بېلو ناستو کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګراو خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

 د بغلان ولایت محتسبینو په فرنګ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS