محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۶:۳
whatsapp_image_2026-10-12_at_2.27.32_pm.jpeg

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې ټینګار وکړ، چې په ورځنیو تجارتي کړنو کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسي او له هغو ټولو بدو کړنو لکه سود، احتکار او ترازو کې کم والي څخه ډډه وکړي او ورته مهال یې سلګونه قلمه تاریخ تېر او بژ کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکې له منځه وړي دې.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په دې برخه کې د خپلو کړنو له شروع سره په ټول هېواد کې زرګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړي چې ور سره په بازارونو کې د غیر شرعي کړنو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۲۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په دایکندي، فراه، سرپل، بغلان، بامیان او تخار ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د قتل،مېرمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۹ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په میزان میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۱۲۳ بېلاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۶:۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS