مولوي عبدالرحمن مُنیر؛ زموږ هڅې به تر هغه روانې وې څو مو د منکراتو ګراف صفر کړی نه وي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۵:۳۶

 دوشنبه،صفر۲۲، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د نظامي برخې د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو مُعین مولوي عبدالرحمن منیر دخپل کاري ټیم په مرسته د کابل ښار له مختلیفو نظامي ځایونو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي :عملي اقدام مو د مشرتابه د حکم پر اساس دی او دالړۍ به تر هغه روانه وي چې په نظامي لیکو او دولتي ادارو کې مو د منکراتو او ستونزو ګراف صفر کړی نه وي.

یاد څو کسیز هیئت چې مشري یې د دې وزارت په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي مُعین (مولوي عبدالرحمن مُنیر) پر غاړه وه دپلازمېنې کابل له مختلیفو نظامي ځایونو دلیدنې پر مهال هغوی ته وویل: زموږ هره کړنه د مشرتابه د حکم پر بنیاد  ده نه د خپلو شخصي غوښتنو نو په همدې اساس زموږ د منکراتو د مخنیوي عملي اقدام به تر هغه دوام وکړي څو مو په دولتي ادارو او نظامي ځایونو کې د منکراتو او ستونزو ګراف صفر کړی نه وي.

ښاغلي مُنیر همدارنګه د نظامي برخې له مسؤلینو وغوښتل چې له لیکو کم عمره او کل ږيري کسان وباسي او په راتلونکي کې یې ګمارنه بنده کړي. هغه همدا راز له مسؤلینو وغوښتل چې هر څوک د یادو اصلو له پلي کولو سر غړونه کوي باید له دندو ګوښه کړای شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS