مولوي مُنیر؛امربالمعروف داسلامي ټولنې روح او د اصلاح تر ټولو غوره لار ده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۲:۴۹

پنج شنبه،ربیع الاول ۱۰، ۱۴۴۴

د ا.ا د امربالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت  د نظامي برخې مُعین شیخ الحدیث الحاج مولوي عبدالرحمن مُنیر ارزګان ولایت ته د یو رسمي سفر پر مهال د هغه د ځای مسؤلینو ته د یوې لوې ناستې پر مهال پخپلو خبرو کې ويلي: حاکم نظام مو د  الله ج د نصرت او د ولس د همکاري ښکاره دلیل دی نو موږ باید د دې ولس قدر وکړو او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وکړو.

دا رسمي سفر چې پکې د دې وزارت د نظامي برخې معین مولوي عبدالرحمن منیر سربېره د دې وزارت د علمي بورډ مسؤل مفتي عبدالحمید حماد او نورو ګڼو مسؤلینو پکې ګډون درلود.

ناستې ته مولوي عبدالرحمن منیر چې پکې د دې ولایت د امرباالمعروف رئیس مفتي کریم الله فقیر،امنیه قومندان ملا عبدالله او نورو ګڼو مسؤلینو ګډون درلود وویل:حاکم نظام د الله ج نصرت او د دې ولس همکاري وه اوس نو د دې لوی نعمت قدر او د دې ولس همکاري په کار ده چې باید ویې وکړو او د خلکو ستنزو ته پر وخت رسیدګي وکړو. ښاغلي منیر دغه راز امربالمعروف د اسلامي ټولنې روح وباله او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د دې وزارت فرمانونه باید تر خلکو ورسول شي او په ټولنه کې د شته ستونزو مخه ونیول شي.

ښاغلي منیر همدارنګه ګډون والو ته د مشرتابه فرامین واورول او له دوی یې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

همدارنګه د یاد وزارت د علمي بورډ مسؤل ښاغلي عبدالحمید حماد ناستې ته پخپلو خبرو کې مسؤلین د امربالمعروف،نهی عن المنکر له کلمې سره بلد یاد کړل او د دې کلمې تطبیق یې د هر مؤمن دنده وبلله چې باید پر ځان او ټولنه یې پلي کړي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د امنیه قومندان ملا عبدالله او د دې وولایت د امربالمعروف رئیس مفتي کریم الله فقیر  له وزارت څخه راغلي پلاوي ته د  ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او دیادو کړای شویو فرامینو تطبیق یې خپل مسؤلیت وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

BACK TO NEWS