د هرات ولایت امربالمعروف ریاست د دوو کسانو ترمنځ د پور دعوه حل کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۸:۵۸
mopvpe

پنجشنبه، شوال ۱۲، ۱۴۴۳

د هرات ولايت اوسېدونکي لطف الله چې خپل شکايت يې د امربالمعروف، نهى عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د شکايتونو اورېدلو څانګه کې ثبت کړى و، د شکايتونو اوريدلو معينيت له لوري تر څېړنې او ارزونې وروسته د حل کولو په موخه د ياد ولايت امربالمعروف رياست ته په ليکلي بڼه ولېږل شو.

د دې ولايت د امربالمعروف رياست له لوري د دواړو لوريو له حاضرولو وروسته د اسلامي ارشاداتو په پام کې نيولو سره له همايون څخه پيسي تر لاسه او لطف الله ته وسپارل شوې.

هېره دي نه وي چې د امربالمعروف وزارت د شکايتونو اوريدلو معينيت په تېرو څو مياشتو کې سلګونه شکايتونو ته د رسيدو ترڅنګ حللارې پيدا کړې او هم يې د شکايتونو د ترلاسه کولو په پار خپلې اړيکشمېرې خلکو ته سپارلې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS